IQNA

حج په قرآن کریم کې/9

د حج او ابراهیمي دین  ترمینځ اړیکه

19:19 - June 12, 2025
د خبر لمبر: 3491261
ایکنا-  قرآن کریم اهل کتابو  ته، چې ځانونه د ابراهیم علیه السلام پیروان بلل، یادونه کوي چې که په خپلې دعوې کې رښتیني دي، باید د ابراهیمي ودانۍ کعبې باندې  ایمان ولري او هغه  اصلي الهي قبله  وبولي.

د آل عمران سوره د حج له  آیتونو  (۹۶-۹۷) مخکې دغه مبارک آیت راغلی؛ فَاتَّبِعُوا مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِينَ» (آل عمران: ۹۵). ّه دي معنا چې د ابراهیم علیه السلام د پاک دین  پیروي وکړئ؛ هغه دین  چې پر توحید ولاړ دی او هیڅ ډول شرک پکې نشته.

ددغه پیوستون  په تفسیر کې راغلي دي ؛ د ابراهیم علیه السلام د ملت د پیروۍ له روښانه مصداقونو څخه یو د کعبې درناوی دی، چې د مؤمنانو قبله  او د طواف ځای دی. له همدې امله، د «إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ...» آیت د ابراهیم علیه السلام د پیروۍ د آیت په تعقیب راغلی  څو اهل کتاب، په تیره بیا یهودیان، چې ځانونه ئې د ابراهیم علیه السلام پیروان بلل، پام ور واړوي چې که په خپلې دعوې کې رښتیني دي، باید د ابراهیمي  ودانۍ  او بیناد کیښودونکي کعبې باندې  ایمان ولري او هغه خپله قبله وټاکي.

په حقیقت کې، قرآن کریم د اهل کتابو شبهاتو ته ځواب ورکوي. د اسلام په لومړیو کې، اهل کتابو د مسلمانانو په وړاندې دوه  شکونه او شبهات  راپورته کړي وو: لومړی، دوی د احکامو نسخ ئې جايز نه باله او د قبلې له بیت‌المقدس څخه کعبې ته بدلون ئې باطل ګاڼه. دویم، دوي مسلمانان تورنول چې دغه  قبله   د ابراهیم علیه السلام پورې په تړلو سره، پر هغه ئې دروغ پورې کړي  دي.

قرآن کریم د دغو  دواړو شبهاتو ځواب روښانه کړی: لومړی، په الهي شریعت کې نسخ جايز او ممکن دی او د الهي حکمت له مخې، احکام له  شرایطو سره سم بدلېږي. دویم، مخکې له دې چې حضرت سلیمان علیه السلام بیت‌المقدس جوړ کړي، حضرت ابراهیم علیه السلام کعبه جوړه کړې وه. نو د مسلمانانو لومړنۍ قبله  ابراهیمي قبله او اصلي الهي قبله ده.

په دې اساس، کعبې ته ورګرځېدل له شریعت څخه وتل نه، بلکې د الهي پیغمبرانو اصل او سیرت ته ورګرځېدل دي؛ هغه قبله چې پکې طواف او عبادت د توحید د روښانه نښو او د ابراهیم خلیل علیه السلام د یاد سره یوځای تجلي کوي.

https://iqna.ir/en/news/3493342

captcha